ایکنانیوز له عراقه راپور راکړی د عراق په نجف اشرف کې د شیعیانو د تقلید مرجع آيت الله العظمی شیخ محمد یعقوبی د خپل درس خارج په پاي کې پخپلې وینا کې د پاکستان د پاراچنار د کوزې کورمې په بګن، مندوریو او چارخیلو او اوچت سیمو کې د اهل تشیع د مسافرانو په کاروان دتکفیری ترهه ګرو حمله چې دحکومتی ملیشیه ایفسي اوپوځ په رسمي بدرګې سره له پاره چناره پیښور ته او له پیښوره پاراچنار ته روانه وه، په سخته محکومه کړه او دا ئې یو ستر جنایت وباله.
هغه له خداوندمتعاله ددغې پيښې د شهیدانو لپاره د رحمت او مغفرت او د تپیانو لپاره د صحت او عافیّت دعا وکړه. او د پاکستان پر حکومت ئې غږ وکړ چې د تکفیری ترهه ګرو د جنایتونو دمخنیوي لپاره دې کوټلی اقدامات وکړي او په دغې پیښې کې دې چې د دوي په رسمي بدرګې سره روانه وه،وحشي قاتلان ونیسي او سخته سزا دې ورکړي.
د یادولو ده د تیرې پنجشنبې په ورځې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې په بګن،اوچت،مندری او چارخیلو سیمو کې د اهل تشیع د مسافرانو پر کاروان چې د ایف سي او پوځ په رسمي بدرګې سره روان ؤ برید وکړ چې په دغه جنایت کې د واړو ماشومانو اوښځو پشمول کابو ۵۱کسانو شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شول چې دغه شخړې په سیمې کې د یوې لوئې غمیزې او ترینګلتیاؤ سبب شوه او پنځمه ورځ ده چې په سیمې کې د د سختو غبرګونونو لامل شوې او راپورونه ښئ چې په کورمې کې په مختلفو ځایونو کې د نښتو له امله نوره په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز نور ډير تاوانونه اوښتي دي. اوکره خبرې سرچینې وائي چې ځاي حکومت او ایف سي او اوپوځي ځواکونه یوازې ننداره کوي او ددواړو خواؤ مرګ ژوبلې ورځ تر بلې زیاتیږي. په دې پیښې د تیرې جمعې ورځې په درست پاکستان کې له جمعې لمانځه وروسته سترې مظاهرې شوي او پر حکومتي اوپوځي مشرانو ئې غږ کړی چې د پاراچنار د غمیزې جنایتکار دې فوري ونیسي او سخته سزا دې ورکړي او د ټل پاراچنار سترې لارې امنیت دې ټينګ کړي څو اړمند مسافران په آسانۍ سره تګ راتګ وکړئ شي او داړتیا وړ ضروری شیان او خپل ناروغان دن ورو ښارونو روغتونونو ته ورسول شي.
https://iqna.ir/fa/news/4250157